کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اروپایی ټولنې لخوا اتم د مارچ د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د سرپرست افغان حکومت د لوړو زده کړو او د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارتونو پر سرپرست وزیرانو بندیز لګولی.
د اروپایی ټولنې د شورا پر پاڼه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوی، چې په دغو بندیزونو کې نهه اشخاص او درې رسمی ادارې شاملې دی چې پرې د ویزو د بندیز په ګډون په اروپایی ټولنه کې د هغوی هر ډول شتمنۍ کنګل کیږی.
سرپرست افغان حکومت د لوړو زده کړو او د امر بالمعروف وزارت پر سرپرستو وزیرانو بندیزونه بې اغېزې ګڼلی او په دغه برخه کې یې د خبرو له لارې د مسایلو پر حل ټینګار کړی دی.
دغه بندیزونه او څرګندونې په داسې مهال کیږی، چې تازه د لوړو زده کړو وزیر یوه غونډه کې ویلی، چې پر افغان نجونو د تعلیم بندیزونه موقتی بڼه لری، چې ښایی ډېر ژر حل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ