کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبری آژانس راپور ورکړی، چې د اروپایی ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاجا کالاس ویلی، چې اروپایی ټولنه او د دې ټولنې متحدین یې ژمن دی، چې د سوریې او هغې ګاونډیو هېوادونو ته د ۵.۸ میلیارد یورو مرسته ځانګړې کړی.
یاد آژانس ویلی، مېرمن کالاس د مرستو دغه اعلان په خپله اېکس پاڼه کړی دی.
راپور کې راغلی، د اروپایی ټولنې له لوری د مرستې دغه اعلان وروسته له هغه کیږی، چې د بشارالاسد رژیم وفاداره وسلوالو له تېرو څو اونیو راهیسې سوریه کې خلک له پراخ تاوتریخوالی سره مخ کړل.
سرچینې وایی، دغه مرستې به سوریه کې د اوسنی حکومت د مالی ملاتړ سربېره د خلکو اړتیاوو پوره کېدو په برخه کې ډېرې مهمې ثابتې شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ