اروپایی کمېسیون له منګولیا څخه د پوتین د نیولو غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین منګولیا هېواد ته په سفر تللی.

د دې سفر په ترڅ کې اروپایی کمېسیون له منګولیا څخه غوښتی، چې د جرمونو له نړیوالې محکمې سره پر خپلو ژمنو ودریږی او دې هېواد ته د سفر په لړ کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ونیسی.

منګولیا له ۲۰۰۲م کال راهیسې هغه ژمنې منلی، چې د روم د کړنلارې غړی یې باید اجرا کړی.

د اروپایی کمېسیون ویندوی ویلی، دوی د دې سفر په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او په منګولیا کې یې د خپل پلاوی له لارې د جرمونو د نړیوالې محکمې په اړه خپل دریځ په زغرده روښانه کړی دی.

ده همداراز ویلی چې اروپایی اتحادیه په اوکراین کې د نړیوالې جنایی محکمې د تحقیقاتو ملاتړ کوی او د ټولو دولتونو د همکارۍ غوښتنه کوی.

له کله چې د جرمونو نړیوالې محکمې پر اوکراین د روسیې د یرغل په لړ کې د جنګی جرمونو په خاطر د روسیې د ولسمشر د نیونې حکم صادر کړی، دا لومړی ځل دی چې ولادیمیر پوتین د جرمونو د نړیوالې محکمې یوه اړوند هېواد ته سفر کوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.