اریانا هوایی شرکت به هند، چین او کویټ ته الوتنې پیل کړی

ګهیځ نیوز: نن شبنه (د غبرګولی یا جوزا ۲۱مه او د جون میاشتې ۱۱مه نېټه ده) د ا.ا امارت د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت په نژدې راتلونکی کې هند، چین او کوېټ ته د اریانا د هوایی شرکت د الوتنو له پیلېدو خبر ورکوی.
د دې وزارت ویاند امام الدین احمدی په دې اړه په یوه مرکه کې څرګندونې وکړې.
هغه وویل: “چین ته به د روانې جون میاشتې په شلمه لومړۍ الوتنه وشی او له مهالوېش سره سم به عادی الوتنې پیلېږی. اونیزې الوتنې به کېږی. همداراز له کوېټ او هند سره هم خبرې روانې دی چې خبرې مثبتې دی. انشاالله ژرترژره به هند او کوېټ ته هم مستقیمې الوتنې پیل شی.”
د ترانسپورت او هوایی چلند وزارت له دې وړاندې ویلی و، چې د افغانستان له هوایی ډګرونو څخه دمګړۍ متحده عربی اماراتو، سعودی عربستان، پاکستان، ازبکستان، ایران، ترکیې او روسیې ته الوتنې کېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.