کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو خبر ورکړی، چې د دې وزارت سرپرست وزیر د اوزبکستان د (BA holding) کمپنۍ له رییس او مل پلاوی سره لیدلی دی.
د خبر پر بنسټ، د یاد وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې د یادې کمپنۍ رییس په افغانستان کې د کانونو په ځانګړې توګه د اوسپنې په کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
په ورته مهال د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر بیا بهرنیو پانګوالو او کمپنیو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی او ویلی یې دی، چې تر بل هر وخت اوس په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې ښه زمینه برابره شوې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ