ازبکستان او افغانستان د خپلمنځی اړیکو پر پراختیا ټینګار کوی
ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۳۰مه او د جون میاشتې ۲۰مه نېټه ده) د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په کابل کې له خپل افغان سیال امیرخان متقی سره کتلی دی.
کاملوف او متقی د دواړو هېوادونو تر منځ په دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادی مسایلو او ترانزیتی چارو خبرې کړې دی.
ازبک لوری ویلی چې د افغانستان ثبات او امنیت د ټولې سیمې لپاره مهم دی او دوی هڅه کوی چې له کابل سره خپلې اړیکې لا پیاوړې او ښې کړی. زیاتوی چې خپل ګاونډی سره به د بشرپاله مرستو د رسولو په برخه کې خپله همکاری هم ډېره کړی.
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د دایمی ثبات پر اهمیت ټینګار شوی او هغه د ټولو په ګټه بلل شوی دی.
گهیځ