معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ازبکستان او پاکستان د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې پراخولو تړون لاسلیک کړ

ازبکستان او پاکستان د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې پراخولو تړون لاسلیک کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۷ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې وزیر جمشید خوجایوف د پاکستان پایتخت اسلام آباد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې له وزیر سید نوید قمر سره کتلي دي.
دغو رسنیو د یو شمېر پاکستاني چارواکو له قوله ویلي چې یاده لیدنه کې دواړو خواو د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې د پراخولو او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د حجم د زیاتولو یو تړون لاسلیک کړی دی.
په دې کتنه کې سید نوید قمر ویلي، چې دواړو هېوادونو د افغانستان له لارې د ترانزیټي سوداګرۍ په برخه کې د ګډې ستراتېژۍ پر جوړولو هوکړه وکړه.
دې وروستو کې پاکستان له اقتصادي پلوه انزوا سره مخ شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس