ازبکستان او پاکستان د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې پراخولو تړون لاسلیک کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۷ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د راپورونو له مخې د ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې وزیر جمشید خوجایوف د پاکستان پایتخت اسلام آباد ته د خپل رسمی سفر په ترڅ کې د پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې له وزیر سید نوید قمر سره کتلی دی.
دغو رسنیو د یو شمېر پاکستانی چارواکو له قوله ویلی چې یاده لیدنه کې دواړو خواو د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې د پراخولو او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د حجم د زیاتولو یو تړون لاسلیک کړی دی.
په دې کتنه کې سید نوید قمر ویلی، چې دواړو هېوادونو د افغانستان له لارې د ترانزیټی سوداګرۍ په برخه کې د ګډې ستراتېژۍ پر جوړولو هوکړه وکړه.
دې وروستو کې پاکستان له اقتصادی پلوه انزوا سره مخ شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.