ازبکستان او پاکستان له افغانستان سره د اورګاډی پټلۍ لپاره درې اړخیزه کمېټه جوړوی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۹ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ازبکستان او پاکستان هوکړه کړې، چې له افغانستان سره به یوه درې اړخیزه ګډه کمېټه جوړوی، څو د درې واړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډی د پټلۍ غځولو پر وړاندې شته ستونزې حل او د پروژې عملی چارې چټکې کړی.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایف د پاکستان له لومړی وزیر شهباز شریف سره په تاشکند کې د لیدنې پر مهال د دې پروژې پر اهمیت خبرې کړی.

ضیایف ویلی، دا پټلۍ به د منځنۍ آسیا او سویلی آسیا ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې کړی او افغانستان ته به د سیمه‌ ییز ټرانزیټ لپاره نوې دروازې پرانیزی.

د لیدنې پر مهال دواړو مشرانو ټینګار کړی، چې د افغانستان له اړوندو چارواکو سره به ګډې هڅې کوی، څو د یادې پټلۍ لپاره مالی منابع برابرې، تخنیکی ستونزې حل او د امنیتی تدابیرو د پیاوړتیا لپاره لازم ګامونه پورته شی.

د چارو کارپوهان وایی، که دا پروژه عملی شی، افغانستان به د ازبکستان، پاکستان او نورو سیمه‌ ییزو هېوادونو ترمنځ د لویې سوداګریزې لارې په توګه مطرح شی، چې له یوې خوا به د هېواد عواید زیات کړی او له بلې خوا به د سیمه‌ ییزې همکارۍ کچه لوړه شی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.