ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د زمری/اسد ۱۲مه او د اګسټ میاشتې درېیمه نېټه ده) د ازبکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ولادیمیر نوروف وایی، د افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډی پټلۍ باید ژر جوړه شی ځکه د نوموړی په خبره دغه پروژه د سیمې لپاره خورا مهمه ده.
د رسنیو د راپورونو له مخې نوموړی دغه څرګندونې تېره ورځ (سې شنبې د اګسټ دوهمه) د ترکیې او آذربایجان له چارواکو سره په کتنه کې کړی دی.
تیره اوونۍ د افغانستان د ا.ا حکومت چارواکو تاشکند ته د سفر په ترڅ کې د ازبکستان له چارواکو سره د اورګاډی د دغې پټلۍ د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
د اورګاډی د پټلۍ دغه لویه پروژه، د ازبکستان ترمز ښار له مزارشریف، کابل، جلال آباد او پېښور سره نښلوی.
گهیځ