معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ازبکستان سره د کاني توکو د صادراتو او پروسېس په اړه خبرې شوي

ازبکستان سره د کاني توکو د صادراتو او پروسېس په اړه خبرې شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان هېواد د کانونو او جیولوجي وزارت له مرستیال قدیرایف او مل پلاوي سره کتلي.

د خبر پر بنسټ دې کتنه کې د کانونو اکتشاف او کیندنې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا، کاني توکو د صادراتو او پروسېس په اړه خبرې شوې دي.

د کانونو او پټرولیم وزیر دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کانونو د څېړنو او ګډو مطالعاتو د ترسره کولو په موخه د لاسلیک شویو تړونونو پر پلي کولو ټینګار کړی.

نوموړي د ازبکستان پانګوال افغانستان کې د هایدرو کاربونونو او جامدو کانونو د استخراج او پروسېس کې پانګونې ته هڅولي دي.

بل لور ازبکستاني پلاوي د شویو تړونو د پلي کولو ترڅنګ د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

دغه راز دې کتنه کې دواړو لوریو د ګډو مطالعاتو پروژو په مشخصولو ژمنه وکړه، چې په نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس