ازبکستان سره د کانی توکو د صادراتو او پروسېس په اړه خبرې شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان هېواد د کانونو او جیولوجی وزارت له مرستیال قدیرایف او مل پلاوی سره کتلی.

د خبر پر بنسټ دې کتنه کې د کانونو اکتشاف او کیندنې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا، کانی توکو د صادراتو او پروسېس په اړه خبرې شوې دی.

د کانونو او پټرولیم وزیر دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کانونو د څېړنو او ګډو مطالعاتو د ترسره کولو په موخه د لاسلیک شویو تړونونو پر پلی کولو ټینګار کړی.

نوموړی د ازبکستان پانګوال افغانستان کې د هایدرو کاربونونو او جامدو کانونو د استخراج او پروسېس کې پانګونې ته هڅولی دی.

بل لور ازبکستانی پلاوی د شویو تړونو د پلی کولو ترڅنګ د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

دغه راز دې کتنه کې دواړو لوریو د ګډو مطالعاتو پروژو په مشخصولو ژمنه وکړه، چې په نږدې راتلونکی کې به یې عملی چارې پیل شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.