کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۷مه نېټه):
د راپورونو له مخې د لوړو زده کړو وزارت علمی مرستیال د ازبکستان د لوړو زده کړو وزارت د نړیوالو اړیکو د برخې له مرستیال محمد عزیز حکیم اوف او مل پلاوی سره په کتنه له نوموړی څخه د افغانستان په تحصیلی بنسټونو کې د ازبکی ډیپارټمنټونو د ملاتړ، د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د ګډې ماسټرۍ او دوکتورا او همدارنګه د ټرانسپورټیشن اړوند د سړک او پل جوړونې تخصصی برنامو د رامنځته کولو او په دې برخو کې د همکاریو غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې ازبکستانی پلاوی په دغه کتنه کې ویلی، چې د افغانستان د تحصیلی او تعلیمی پرمختګ لپاره هر ډول همکاریو ته ژمن دی او په تحصیلی برخو کې به د اړتیاوو پوره کولو لپاره به هڅې وکړی.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو افغان محصلینو ته د بورسونو د ورکړې په اړه هم خبرې کړې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ