معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ازبکستان له افغانستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې پراخوي

ازبکستان له افغانستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې پراخوي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف اوف په کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي.

د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او ازبکستان پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ټرانزیټ په تړاو خبرې – اترې شوي.

د خبرپاڼې پر بنسټ عارف اوف ویلي، د ازبکستان ولسمشر له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا ټنیګار کړی او کابل ته په لوړه کچه د پلاوي استول د دې ښکارندويي کوي.

نوموړي ویلي، غواړي له افغانستان سره ډپيلوماټیکې اړیکې پراخې کړي او له همدې امله په نږدې راتلونکي کې به په تاشکند کې د سرپرست حکومت سفیر ومني او افغان سوداګرو، زده‌ کړیالانو او ناروغانو ته د ویزې ورکړه پيل کړي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دغه کتنه کې ویلي، افغانستان لېواله دی چې په سیمه‌ ییزو سازمانونو کې یې حضور احیا شي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړې، چې د افغان ټرانس رېل پټلۍ له جوړېدو سره به دواړه هېوادونه مرکزي او سوېلي آسیا سره نښلوي او سوداګرو ته د ویزو په برخه کې آسانتیا کولی شي چې سوداګري نوره هم زیاته کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس