ازبکستان له افغانستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې پراخوی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارف اوف په کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلی.

د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې په دې کتنه کې د افغانستان او ازبکستان پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادی همکاریو، سوداګرۍ او ټرانزیټ په تړاو خبرې – اترې شوی.

د خبرپاڼې پر بنسټ عارف اوف ویلی، د ازبکستان ولسمشر له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا ټنیګار کړی او کابل ته په لوړه کچه د پلاوی استول د دې ښکارندویی کوی.

نوموړی ویلی، غواړی له افغانستان سره ډپیلوماټیکې اړیکې پراخې کړی او له همدې امله په نږدې راتلونکی کې به په تاشکند کې د سرپرست حکومت سفیر ومنی او افغان سوداګرو، زده‌ کړیالانو او ناروغانو ته د ویزې ورکړه پیل کړی.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دغه کتنه کې ویلی، افغانستان لېواله دی چې په سیمه‌ ییزو سازمانونو کې یې حضور احیا شی.

نوموړی همدارنګه زیاته کړې، چې د افغان ټرانس رېل پټلۍ له جوړېدو سره به دواړه هېوادونه مرکزی او سوېلی آسیا سره نښلوی او سوداګرو ته د ویزو په برخه کې آسانتیا کولی شی چې سوداګری نوره هم زیاته کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.