معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ازبکستان وایي، پر افغان ټرانس ۷ میلیارده ډالره لګښت راځي

ازبکستان وایي، پر افغان ټرانس ۷ میلیارده ډالره لګښت راځي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۷ مه نېټه):
د ازبکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد د ټرانسپورټ وزیر ویلي، چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ریل لارې یا افغان ټرانس پر جوړولو شاوخوا ۷ میلیارد ډالره لګښت راځي.
په وروستیو ورځو کې د ازبکستان د ټرانسپورت وزیر ایلخوم ماخاموف له پاکستاني چارواکو سره د افغان ټرانس په شمول د دوو هېوادونو ترمنځ د افغانستان له لارې د ټرانسپورت پر بېلابېلو طرحو خبرې کړي.
دوی د افغان ټرانس پروژې پر جوړېدو ټینګار کړی او ویلي دي، چې دا پروژه له یوې خوا مزل لنډوي او له بلې خوا د ټرانسپورت لګښت کموي.
د تېر کال په ډسمبر کې پاکستان اټکل وکړ، چې د دې پروژې پر جوړېدو ۸ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه ډالره لګښت راځي، خو اوس تازه اټکل ښيي چې پر دې پروژې ۷ میلیارد ډالره لګښت راځي.
افغان ټرانس ریل لار له مزارشریف څخه پیلیږي او د خوست تر غلام خان بندر پورې دوام کوي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس