ازبکستان وایی، پر افغان ټرانس ۷ میلیارده ډالره لګښت راځی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۷ مه نېټه):
د ازبکستانی رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد د ټرانسپورټ وزیر ویلی، چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ریل لارې یا افغان ټرانس پر جوړولو شاوخوا ۷ میلیارد ډالره لګښت راځی.
په وروستیو ورځو کې د ازبکستان د ټرانسپورت وزیر ایلخوم ماخاموف له پاکستانی چارواکو سره د افغان ټرانس په شمول د دوو هېوادونو ترمنځ د افغانستان له لارې د ټرانسپورت پر بېلابېلو طرحو خبرې کړی.
دوی د افغان ټرانس پروژې پر جوړېدو ټینګار کړی او ویلی دی، چې دا پروژه له یوې خوا مزل لنډوی او له بلې خوا د ټرانسپورت لګښت کموی.
د تېر کال په ډسمبر کې پاکستان اټکل وکړ، چې د دې پروژې پر جوړېدو ۸ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه ډالره لګښت راځی، خو اوس تازه اټکل ښیی چې پر دې پروژې ۷ میلیارد ډالره لګښت راځی.
افغان ټرانس ریل لار له مزارشریف څخه پیلیږی او د خوست تر غلام خان بندر پورې دوام کوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.