ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومی ۲۲مه) د افغانستان برښنا شرکت وایی، ازبکستان دغه هیواد ته په ورداتی برښنا کې ۶۰ سلنه کموالی راوستی دی.
شرکت په یوې خبرپاڼه کې ویلی چې ازبکستان د افغانستان له برېښنا شرکت سره له همغږۍ پرته دغه کار کړی دی.
خبرپاڼه کې دا هم ویل شوی چې د ازبکستانی چارواکی د برېښنا کمښت تخنیکی ستونزې یادوی.
د افغانستان برښنا شرکت ویلی: “دوی وایی د دغه هیواد په تیلې مرجان سټېشن کې تخنیکی ستونزه رامنځته شوې او دوی پرې کار کوی چې له کبله یې افغانستان ته د وارداتی برېښنا په لېږد کې کموالی راوستلی دوی وایی دغه ستونزه به د دوه یا دریو ورځو په ترڅ کې حل شی.”
د دغه راز برښنا شرکت وایی چې د ازبکستان د وارداتی برېښنا د کموالی له امله د ۱۶ ولایتونو برېښنا ټکنۍ شوې او له اوږدمهاله پارچاویو سره مخ شوی دی.
دا په روانه میاشت کې دوهم ځل دی چې ازبکستان تخنیکی ستونزو له امله افغاسنتان ته خپل صادراتی برښنا کموی.
دا په داسې حال کیده چې د افغانستان برښنا شرکت تیره میاشت له ازبکستان سره د ۲۰۲۲ میلادی کال تر پای پورې د وارداتی برښنا قرارداد تمدید کړ.
افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران څخه واردوی، او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ یوازې ۳۰ سلنه نوره برښنا له خپلو داخلی منابعو څخه تولیدوی.
گهیځ