کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۸ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت ویاند وایی، د استخباراتو ریاست ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کابل خېرخانې اړوند شهرک ذاکرین سیمه کې د داعشیانو په یو مهم پټن ځای عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یې د ده په وینا دوه تنه داعشیان ووژل شول او یو تن ژوندی ونیول شو.
ویاند زیاتوی چې دغو عملیاتو کې دوه میله کلاشینکوف، یو د ځان وژونکی واسکټ او په زیاته اندازه مهمات نیول شوی دی.
د ده په خبره د داعشیانو دې ګروپ د تخریبی کړنو پلان درلود چې مخکې له مخکې کشف او له منځه یوړل شول.
نوموړی وایی، چې په دې عملیاتو کې حکومتی لور ته هېڅ نوع تلفات نه دی اوښتی.
د سرپرست افغان حکومت د استخباراتو ریاست دې وروستیو کې د داعش ډلې پر وړاندې خپلو عملیاتو ته چټکتیا ورکړې، چې له امله یې څو ورځې وړاندې د داعش خراسان څانګې مشر هم ووژل شو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ