استخباراتو ریاست د کابل ښار اتمه حوزه کې د داعش وسلوالو پر مهم پټنځای عملیات کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۴ مه نېټه):
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی، نن ماښام د کابل اتمې حوزې کارته نو سیمه کې د داعش وسلوالو پر یو مهم پټنځای عملیات وشول.
نوموړی ویلی، چې دغه عملیاتو کې نهه تنه داعشی وسلوال ووژل شول او یو تن یې ژوندی ونیول شو.
سرچینې ویلی، چې پنځه مېرمنې او نهه تنه ماشومان هم چې دوی سره وو، د استخباراتو ریاست نیولی دی.
مجاهد ویلی، چې د خارجی اتباعو په ګډون دا د داعش وسلوالو یو مهم ګروپ و، چې د کابل په وروستیو بریدونو کې یې لاس درلود.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.