معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اسراییلو اووه تنه ایران ته د جاسوسي په تور نیولي

اسراییلو اووه تنه ایران ته د جاسوسي په تور نیولي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب لومړۍ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسراییل ټایم خبر ورکړی، چې د اسراییلو امنیتي ادارو اووه اسراییلي وګړي ایران ته د جاسوسۍ او له پوځي تاسیساتو د عکاسۍ په تور نیولي.

سرچینې ادعا کړې، چې دغو جاسوسانو دوو کلونو په اوږدو کې د ایران لپاره شاوخوا ۶۰۰ استخباراتي ماموریتونه ترسره کړي.

سرچینې د څارنوالانو له قوله زیاته کړې، نیول شویو جاسوسانو د اسراییلو د رامات ډیویډ، نیواټیم او بریګیډ هوایي اډو سربېره د موساد مرکزي دفتر او په تل ابیب کې د دفاع وزارت په اړه ایران ته له دوو کلونو راهیسې معلومات ورکړي.

د یادې سرچینې د راپور له مخې نیول شوي کسان د خپل ماموریت سرته رسولو پر مهال هغه وخت نیول شوي، چې د دې هېواد څخه یې ایران ته د پوځي تاسیساتو انځورونه او معلومات استول.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس