کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب لومړۍ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسراییل ټایم خبر ورکړی، چې د اسراییلو امنیتی ادارو اووه اسراییلی وګړی ایران ته د جاسوسۍ او له پوځی تاسیساتو د عکاسۍ په تور نیولی.
سرچینې ادعا کړې، چې دغو جاسوسانو دوو کلونو په اوږدو کې د ایران لپاره شاوخوا ۶۰۰ استخباراتی ماموریتونه ترسره کړی.
سرچینې د څارنوالانو له قوله زیاته کړې، نیول شویو جاسوسانو د اسراییلو د رامات ډیویډ، نیواټیم او بریګیډ هوایی اډو سربېره د موساد مرکزی دفتر او په تل ابیب کې د دفاع وزارت په اړه ایران ته له دوو کلونو راهیسې معلومات ورکړی.
د یادې سرچینې د راپور له مخې نیول شوی کسان د خپل ماموریت سرته رسولو پر مهال هغه وخت نیول شوی، چې د دې هېواد څخه یې ایران ته د پوځی تاسیساتو انځورونه او معلومات استول.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ