کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلو اشغالګر رژیم رسمي راډیو ویلي، چې ایران تر ۲۵۰ پورې بالستیک توغندي په اشغال شویو فلسطیني سیمو توغولي، چې له امله یې ټول اسراییل کې د خطر زنګونه وهل شوي او ملیونونه اسراییلیان د تېښتې او وېرې په حالت کې دي.
د ایران سپاه پاسداران هم خبر ورکړی، چې د یادو توغندیو پر مټ یې اسراییلو کې ګڼ پوځي او نظامي مراکز او اډې په نښه کړې دي.
د دوی په وینا دغه بالستیک توغندي په ۱۲ دقیقو کې تر تل ابیب پورې رسېدلي، چې د اسراییلو پوځي اډې او مراکزو ته یې لوی زیان اړولی دی.
ایراني رسنیو د خپلو چارواکو له قوله ويلي، چې ۸۰ سلنه توغندي پرته له شنډېدو پر ټاکلو اهدافو لګېدلي دي.
اسراییلو هم منلې، چې پوځي مرکزونه یې په نښه شوي دي.
ایران ويلي، دا د شهید هنیه، حسن نصرالله او پر لبنان د برید غچ و.
تر اوسه د اوښتې مرګ – ژوبلې او زیانونو په اړه کره معلومات اسراییلي چارواکو له رسنیو سره نه دي شریک کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/