اسراییلو باندې توغول شویو توغندیو کې مهم اسراییلی اهداف په نښه شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلو اشغالګر رژیم رسمی راډیو ویلی، چې ایران تر ۲۵۰ پورې بالستیک توغندی په اشغال شویو فلسطینی سیمو توغولی، چې له امله یې ټول اسراییل کې د خطر زنګونه وهل شوی او ملیونونه اسراییلیان د تېښتې او وېرې په حالت کې دی.

د ایران سپاه پاسداران هم خبر ورکړی، چې د یادو توغندیو پر مټ یې اسراییلو کې ګڼ پوځی او نظامی مراکز او اډې په نښه کړې دی.

د دوی په وینا دغه بالستیک توغندی په ۱۲ دقیقو کې تر تل ابیب پورې رسېدلی، چې د اسراییلو پوځی اډې او مراکزو ته یې لوی زیان اړولی دی.

ایرانی رسنیو د خپلو چارواکو له قوله ویلی، چې ۸۰ سلنه توغندی پرته له شنډېدو پر ټاکلو اهدافو لګېدلی دی.

اسراییلو هم منلې، چې پوځی مرکزونه یې په نښه شوی دی.

ایران ویلی، دا د شهید هنیه، حسن نصرالله او پر لبنان د برید غچ و.

تر اوسه د اوښتې مرګ – ژوبلې او زیانونو په اړه کره معلومات اسراییلی چارواکو له رسنیو سره نه دی شریک کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.