اسراییلو د شمالی غزې وروستی روغتون هم په نښه کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې  د اسراییلی اشغالګرو پوځیانو له لوری د شمالی غزې په کمال عدوان نومی روغتون تازه برید کړی، چې له امله یې روغتون په بشپړ ډول سوځېدلی دی.

د الجزیرې د راپور پر بنسټ، د یاد روغتون سوځېدل د فلسطینی ټپیانو او ناروغانو وضعیت نور هم ګواښمن کړی او اوس د هغوی برخلیک نامعلوم دی.

د روغتیا نړیوال سازمان پر خپلې اېکس پاڼې د دې برید په اړه ویلی، چې دا کړنه د لسګونو زرو فلسطینیانو لپاره د مرګ سزا ده او یاد سازمان په غزه کې د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کړې.

په ورته مهال  د اسلامی هېوادونو د یووالی او همکارۍ سازمان هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی او عامو تاسیساتو ته زیان رسول یې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د یاد روغتون د سوځېدنې په پایله کې د ۶۰ روغتیایی کارکوونکو او ۲۵ عاجلو ناروغانو وضعیت هم خورا نازک ښودل شوی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.