اسراییلو لبنان کې د ملګرو ملتونو پر څارونکو برید کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبری آژانس ویلی، چې د اسراییلو بې پیلوټه الوتکې د لبنان رمیش سرحدی سیمې ته څېرمه د ملګرو ملتونو پر څارونکو برید کړی، چې په ترڅ کې یې څلور تنه یې ټپیان کړی دی.

رویټرز د دوو امنیتی سرچینو له قوله ویلی، چې اسراییلی برید د رمیش له سرحدی ښارګوټی بهر د ملګرو ملتونو د څارونکو پر یوه موټر ترسره شوی دی.

د لبنان رسمی خبری آژانس هم ویلی چې د ملګرو ملتونو د څارونکو یوه ډله د اسراییلی اشغالګرو د هوایی برید ښکار شوې چې له امله یې ۴ تنه ټپیان شوی چې د یو تن حالت یې نازک دی.

د اسراییلو پوځ بیا د لبنان په رمیش سیمه کې د ملګرو ملتونو د څاورنکو(UNIFIL) افرادو په نښه کول رد کړی دی.

د غزې جګړې او هلته د اسراییلی وحشتونو پر دوام، د لبنان او اسراییلو ترمنځ سرحدی سیمې د تنشونو، جګړو، هوایی او توغندیزو بریدونو شاهده ده، چې له امله یې ډېر کله دواړو خواوو ته مرګ – ژوبله هم اوښتې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.