معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / اسراییلو له فلسطین سره د اوربند له هوکړې سربېره د نویو بریدونو د پیل اعلان وکړ

اسراییلو له فلسطین سره د اوربند له هوکړې سربېره د نویو بریدونو د پیل اعلان وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۴ نېټه):
په داسې حال کې چې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې اسراییلو او د فلسطین اسلامي جهاد ډلې د مصر په منځګړتوب پر اوربند موافقه کړې، اسراییلي پوځیانو یو وار بیا په یو بیان کې پر غزې د نویو هوايي بریدونو د پیل اعلان وکړ.
د فرانس پرېس خبري آژانس د راپور له مخې د اوربند له پیلېدو څخه څو دقیقې وړاندې له غزې څخه هم د نويو راکټي بریدونو توغول پیل شوي دي.
دواړو غاړو تر اوسه د اوربند د ماتې په اړه رسماً څۀ نۀ دي ویلي، خو په تېر کې ډېری دغه ډول هوکړې د اسراییلي ځواکونو له لوري ماتې شوې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس