کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۴ نېټه):
په داسې حال کې چې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې اسراییلو او د فلسطین اسلامی جهاد ډلې د مصر په منځګړتوب پر اوربند موافقه کړې، اسراییلی پوځیانو یو وار بیا په یو بیان کې پر غزې د نویو هوایی بریدونو د پیل اعلان وکړ.
د فرانس پرېس خبری آژانس د راپور له مخې د اوربند له پیلېدو څخه څو دقیقې وړاندې له غزې څخه هم د نویو راکټی بریدونو توغول پیل شوی دی.
دواړو غاړو تر اوسه د اوربند د ماتې په اړه رسماً څۀ نۀ دی ویلی، خو په تېر کې ډېری دغه ډول هوکړې د اسراییلی ځواکونو له لوری ماتې شوې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ