اسراییلو له قطره خپل مرکچی پلاوی بېرته ور غوښتی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۲  نېټه):

وروسته له هغې چې د حـ.ـماس ډلې سیاسی دفتر مرستیال له الجزیرې ټلوېزیون سره یوه مرکه کې وویل، چې نور به له اسراییلو سره د اوربند او د بندیانو د تبادلې په اړه هېڅ ډول خبرې تر هغې ونه کړی، څو چې اسراییل په بشپړ ډول خپل بریدونه ونه دروی او بندی شوی فلسطینی وګړی آزاد نه کړی، د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلی، قطر کې د غزې د جګړې د اوربند نوی کولو لپاره خبرې له خنډ سره مخامخې شوې او د اسراییل مرکچیان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوی.

تر دې وړاندې اسراییلو او حمـ.ـاس ترمنځ د اوو ورځو لپاره اوربند نافذ شوی و، چې د یاد اوربند تر مهلت ختمېدو وروسته په غزه کې درنې بمبارۍ پیل شوی دی.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، پر غزې تړانګه د اسراییل د حملو له پیل راهیسې څه باندې ۱۵زره بې دفاع فلسطینی وګړی وژل شوی او په زرګونو نور ژوبل دی.

فلسطین کې د حماس ډلې د سیاسی دفتر مرستیال صالح العاروری له الجزیرې ټلوېزیون سره په تازه مرکه کې ویلی وو، چې اسراییلی ځواکونه یې غزه کې له بشپړې ماتې سره مخ کړی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.