معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / اسراییلو په غزه کې د پوځي عملیاتو د پای ته رسېدو اعلان وکړ

اسراییلو په غزه کې د پوځي عملیاتو د پای ته رسېدو اعلان وکړ

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلو راډيو او ټلوېزیون ادارې نن ادعا وکړه، چې غزه کې اسراییلي پوځي ځمکني عملیات پای ته رسېدلي.

د خبر پر بنسټ دوی ویلي، چې اسراییلي ځواکونه هڅه کوي، څو د خپلو یرغمل شویو کسانو ژغورلو ته فرصت برابر کړي.

په ورته وخت کې د اسراییلو راډیو ټلوېزیون دا خبر هم ور کړی، چې که د یرغمل شویو اسراییلو په اړه مالومات تر لاسه شي، نو اسراییل ممکن غزې ته یو ځل بیا ننوځي.

د حـ. ـماس د سياسي دفتر مشر يحـ.ـيی السـ.ـنوار بیا وړاندې تر دې عرب منځګړو ته په استولي يوه پيغام کې ويلي وو، چې که اسراییل د خبرو – اترو په اړه جدي وي او د حـ ـماس ګډون غواړي، نو غزه کې دې نظامي عمليات ودروي.

تېره شپه قطر چې د غزې مذاکراتو کوربتوب کوو، دوحه کې د غزې په تړاو د مذاکراتو د پای ته رسېدو اعلان وکړ.

له بل لوري امریکا چې په دغو مذاکراتو کې د منځګړي رول لري ویلي، د خبرو – اترو دا بهیر ګټور او مثبت و.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس