کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلو راډیو او ټلوېزیون ادارې نن ادعا وکړه، چې غزه کې اسراییلی پوځی ځمکنی عملیات پای ته رسېدلی.
د خبر پر بنسټ دوی ویلی، چې اسراییلی ځواکونه هڅه کوی، څو د خپلو یرغمل شویو کسانو ژغورلو ته فرصت برابر کړی.
په ورته وخت کې د اسراییلو راډیو ټلوېزیون دا خبر هم ور کړی، چې که د یرغمل شویو اسراییلو په اړه مالومات تر لاسه شی، نو اسراییل ممکن غزې ته یو ځل بیا ننوځی.
د حـ. ـماس د سیاسی دفتر مشر یحـ.ـیی السـ.ـنوار بیا وړاندې تر دې عرب منځګړو ته په استولی یوه پیغام کې ویلی وو، چې که اسراییل د خبرو – اترو په اړه جدی وی او د حـ ـماس ګډون غواړی، نو غزه کې دې نظامی عملیات ودروی.
تېره شپه قطر چې د غزې مذاکراتو کوربتوب کوو، دوحه کې د غزې په تړاو د مذاکراتو د پای ته رسېدو اعلان وکړ.
له بل لوری امریکا چې په دغو مذاکراتو کې د منځګړی رول لری ویلی، د خبرو – اترو دا بهیر ګټور او مثبت و.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ