کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۸ مه نېټه):
نړیوالې رسنۍ وایی، وروسته تر هغې چې د اسراییلو په پلازمېنه یروشلم کې د یو فلسطینی ځوان تر برید وروسته اووه اسراییلی وګړی ووژل شول، تازه دغه سیمه کې د یو بل فلسطینی ځوان لخوا پر دوه یهودی اسراییلی وګړو ډزې شوی چې دغه دوه تنه په شدت زخمی شوی دی.
نړیوالو رسنیو ته د روغتون مسوولینو د دغو دوو یهودانو چې پلار او زوی دی، روغتیایی حالت نازک ښودلی.
که څه هم لومړیو کې ویل کېدل چې برید کوونکی فلسطینی ځوان د پولیسو پر ډزو وژل شوی، خو وروسته بیا خبر ورکړل شو چې نوموړی هم زخمی او روغتون ته وړل شوی دی.
تر دغو دوو بریدونو وړاندې اسراییلی ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې نهه فلسطینیان وژلی وو، چې له امله یې د فلسطینی وګړو غصه راپارېدلې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ