معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اسراییلو کې د دفاع وزیر له ګوښه کولو وروسته پراخ لاریونونه پیل شوي

اسراییلو کې د دفاع وزیر له ګوښه کولو وروسته پراخ لاریونونه پیل شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې په اشغال شوي فلسطین کې (اسراییلو) کې د دفاع وزیر له ګوښه کولو وروسته پراخ لاریونونه پیل شوي دي.

د خبر پربنسټ اسراییلو کې تر بل هر وخت اوس د کودتا غوښتنې زیاتې شوې.

دغه زرګونه لاریونوال د خپل لومړي وزیر بنيامين نتنياهو د لرې کېدو او پرې د کودتا غوښتنه کوي.

رسنیو ویلي، چې لاریونوال د نتنیاهو ماڼۍ ته نږدې رسېدلي او نوموړي د وېرې له امله خپل کور پرېښی.

د اسراییلي رسنیو له قوله ویل شوي، چې صهیونیستانو له پوځ څخه غوښتي څو د نتنیاهو پر وړاندې کودتا ترسره کړي؛ ځکه د دوی په خبره روانو سختو جګړو له امله نتنیاهو خپل عقل له لاسه ورکړی.

اسراییلي رسنۍ زیاتوي، د دفاع وزیر له ګوښه کولو وروسته د لوی درستیز او د شاباک استخباراتي سازمان د مشر د ګوښه کېدو امکان هم زیات شوی.

سرچینې د صهیونیست رژیم پخواني وزیر لیبرمن له قوله ویلي، چې په صهیونیست رژیم کې داخلي اختلافات مخ پر زیاتېدو دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس