اسراییلو کې د دفاع وزیر له ګوښه کولو وروسته پراخ لاریونونه پیل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې په اشغال شوی فلسطین کې (اسراییلو) کې د دفاع وزیر له ګوښه کولو وروسته پراخ لاریونونه پیل شوی دی.

د خبر پربنسټ اسراییلو کې تر بل هر وخت اوس د کودتا غوښتنې زیاتې شوې.

دغه زرګونه لاریونوال د خپل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د لرې کېدو او پرې د کودتا غوښتنه کوی.

رسنیو ویلی، چې لاریونوال د نتنیاهو ماڼۍ ته نږدې رسېدلی او نوموړی د وېرې له امله خپل کور پرېښی.

د اسراییلی رسنیو له قوله ویل شوی، چې صهیونیستانو له پوځ څخه غوښتی څو د نتنیاهو پر وړاندې کودتا ترسره کړی؛ ځکه د دوی په خبره روانو سختو جګړو له امله نتنیاهو خپل عقل له لاسه ورکړی.

اسراییلی رسنۍ زیاتوی، د دفاع وزیر له ګوښه کولو وروسته د لوی درستیز او د شاباک استخباراتی سازمان د مشر د ګوښه کېدو امکان هم زیات شوی.

سرچینې د صهیونیست رژیم پخوانی وزیر لیبرمن له قوله ویلی، چې په صهیونیست رژیم کې داخلی اختلافات مخ پر زیاتېدو دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.