معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / اسراییلو کې لسګونه زره خلکو غزه کې د اوربند لپاره لاریون پیل کړی

اسراییلو کې لسګونه زره خلکو غزه کې د اوربند لپاره لاریون پیل کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلو لخوا په اشغال شوي فلسطین (تل ابیب) کې زرګونه اسراییلي وګړو د بنیامین نتانیاهو ادارې پر ضد پراخ لاریونونه پیل کړي.

د خبر پر بنسټ لاریونوال له نتانیاهو غواړي، چې حماس جهادي غورځنګ سره اوربند وکړي او اوربند په بدل کې خپل بندیان راخوشي کړي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس خبر ورکړی، چې په غزه کې د یو امریکایي وګړي په ګډون د شپږو نورو یرغمل شویو وژل کېدو په غبرګون  لسګونه زره قهرجن اسراییل تېره شپه د تل ابیب سړکونو ته راوتلي او د حـ.ـماس جهادي غورځنګ سره د اوربند شعارونه ورکوي.

یاد اژانس ویلي، چې لاریون کوونکو غوښتنه کړې، چې حماس سره دې اوربند وشي، تر څو پاتې بندیان ژوندي او خوندي راستانه شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس