کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلو لخوا په اشغال شوی فلسطین (تل ابیب) کې زرګونه اسراییلی وګړو د بنیامین نتانیاهو ادارې پر ضد پراخ لاریونونه پیل کړی.
د خبر پر بنسټ لاریونوال له نتانیاهو غواړی، چې حماس جهادی غورځنګ سره اوربند وکړی او اوربند په بدل کې خپل بندیان راخوشی کړی.
اسوشیټېډ پرېس خبری اژانس خبر ورکړی، چې په غزه کې د یو امریکایی وګړی په ګډون د شپږو نورو یرغمل شویو وژل کېدو په غبرګون لسګونه زره قهرجن اسراییل تېره شپه د تل ابیب سړکونو ته راوتلی او د حـ.ـماس جهادی غورځنګ سره د اوربند شعارونه ورکوی.
یاد اژانس ویلی، چې لاریون کوونکو غوښتنه کړې، چې حماس سره دې اوربند وشی، تر څو پاتې بندیان ژوندی او خوندی راستانه شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ