اسراییلی اشغالګر پوځ نن سهار د لبنان پولې ته څېرمه ځمکنی عملیات پیل کړل

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییلو اشغالګر پوځ نن سهار د لبنان له پولې سره ځمکنی عملیات پیل کړی.

اسراییلی پوځ ویلی، د دې عملیاتو موخه د حـ.زب‌الله ځینې اهداف په نښه کول دی.

د اسراییلو پوځ زیاته کړې، چې د حـ.زب‌ الله دا اهداف سرحد ته نږدې کلیو کې وو، چې د اسراییلو په شمال کې یې ځینو اسراییلی ټولنو ته مستقیم ګواښ پېښاوه.

د بیان پر اساس، د اسراییل د دغو ځمکنیو عملیاتو څخه هوایی ځواکونه او توپخانې ملاتړ کوی.

اسراییلی ځواکونو داسې وخت په لبنان کې ځمکنی عملیات پیل کړل، چې د اسراییل د تر ټولو لوی متحد، امریکا په لبنان کې د اسراییلی اشغالګرو د ځمکنیو عملیاتو سره موافقه نه ده ښودلې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.