کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لبنان روغتیا وزارت ویلي، چې د لبنان جنوب کې د اشغالګرو اسراییلو د بریدونو په پایله کې ۵۰۰ تنه وژل شوي او تر ۱۶۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
الجزیرې تلوېزیون د لبنان روغتیا وزارت له قوله ویلي، چې د لبنان جنوب کې د اسراییلو بریدونو کې زیاتره قربانیان ښځې او ماشومان دي.
بل لور د اسراییلو پوځ ویلي، چې پر لبنان باندې دغو بریدونو کې یې د لبنان حـ زب الله ډلې ۳۰۰ مرکزونه په نښه کړي دي.
اسراییلي اشغالګرو دغه بریدونه وروسته له هغې ترسره کړل، چې لبنان د اسراییلو شمال کې پر حیفا ښار توغندیز برید وکړ.
د اسراییلو د دفاع وزیر هم په یوه خبرې کنفرانس کې ویلي، پر لبنان د دوی بریدونه شدید شوي او تر ډېر وخت به دوام وکړي.
د اسراییلو او لبنان ترمنځ وروسته له هغې کرکېچ زیات شو، چې لبنان کې د حـ ـزب الله پر ډلې د پېجرونو چاودنو کې اسراییلو خپل لاس لرل تایید کړل.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/