اسراییلی بریدونو په لبنان کې ۵ سوه تنه ووژل او له ۱۶ سوو ډېر کسان یې ژوبل کړل

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۳ مه نېټه)

د ګهیځ ‏نیوز د خبر له مخې د لبنان روغتیا وزارت ویلی، چې د لبنان جنوب کې د اشغالګرو اسراییلو د بریدونو په پایله کې ۵۰۰ تنه وژل شوی او تر ۱۶۰۰ ډېر نور ټپیان دی.

الجزیرې تلوېزیون د لبنان روغتیا وزارت له قوله ویلی، چې د لبنان جنوب کې د اسراییلو بریدونو کې زیاتره قربانیان ښځې او ماشومان دی.

بل لور د اسراییلو پوځ ویلی، چې پر لبنان باندې دغو بریدونو کې یې د لبنان حـ زب الله ډلې ۳۰۰ مرکزونه په نښه کړی دی.

اسراییلی اشغالګرو دغه بریدونه وروسته له هغې ترسره کړل، چې لبنان د اسراییلو شمال کې پر حیفا ښار توغندیز برید وکړ.

د اسراییلو د دفاع وزیر هم په یوه خبرې کنفرانس کې ویلی، پر لبنان د دوی بریدونه شدید شوی او تر ډېر وخت به دوام وکړی.

د اسراییلو او لبنان ترمنځ وروسته له هغې کرکېچ زیات شو، چې لبنان کې د حـ ـزب الله پر ډلې د پېجرونو چاودنو کې اسراییلو خپل لاس لرل تایید کړل.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.