سې شنبه، د لړم ۲۴مه
کابل/ګهیځ: د اسراییلو صهیونیسټ رژیم په پام کې لری چې د لویدیځې غاړې په شمال کې د سل کیلو مټره په اوږدوالی یو امنیتی دیوال جوړ کړی.
د اسراییلی رژیم دفاع وزیر بینی ګانتز دوشنبه (د لړم ۲۳مه) خبرداری ورکړ چې د لویدیځې غاړې په شمال کې د سل کیلو مټره دیوال د جوړولو پلان تصویب شوی دی.
دغه طرحه له هغه وروسته تصویب شوه چې په لویدیځه غاړه او په تیره بیا د دغې سیمې په شمال کې د فلسطین د مقاومت عملیات په بې ساری ډول زیات شول، چې د اسراییلی صهیونیسټی رژیم پوځ او امنیتی بنسټونو د مقاومت پر وړاندې مقابله کې پاتې راغلل.
د اسراییلو د رسمی سرچینو په حواله، د روان کال له پیل راهیسې تر دا مهاله په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو په عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۴ اسراییلیان وژل شوی او لسګونه نور ټپیان شوی دی.
د دغو عملیاتو اصلی مرکز د لویدیځې غاړې شمالی برخې وې.
گهیځ