کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو د اسراییلی اشغالګرو د پوځ لوی درستیز “هیرتسی هلوی” له قوله ویلی، چې غزه کې ورته اهدافو ترلاسه کول د پخوا په پرتله سخت شوی دی.
د رسنیو په خبره نوموړی خبرداری ورکړی، چې په غزه کې به یې روانه جګړه ډېرې نورې میاشتې هم ونیسی.
د اسوشیتید پرېس خبری اژانس د راپور له مخې اسراییلی اشغالګر دې وروستیو کې په ښاری سیمو، د غزې په شمالی برخه او په جنوبی ښارګوټی خان یونس کې له سخت مقاومت او جګړې سره مخ شوی دی.
د اسراییلو لومړی وزیر بینیامین نتنیاهو هم خبرداری ورکړی، چې د جګړې پای ته رسېدل ډېر لرې دی.
غزه کې د اوربند لپاره نړیوال فشارونه هم زیات شوی او امریکا هم له اسراییلو د ولسی وګړو د مرګ – ژوبلې د مخنیوی غوښتنه کړې.
حـ.ـماس جنګیالیو هم په تازه څرګندونو کې ګواښ کړی، چې په ټول توان به د اشغالګرو اسراییلی پوځیانو یرغل وځپی
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ