کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۵ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر نړیوالو رسنیو سره خبرو کې ځینو اسراییلی جګپوړو چارواکو ویلی، چې غزه کې به د حـ.ـماس جنګیالیو سره د دوی جګړه شاید څو میاشتې وخت ونیسی.
تازه په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیو لاس په لاس کیږی، چې په کې د اسراییلی پوځیانو ګڼ شمېر ټانګونه او په کې ناست پوځیان د راکیټی بریدونو په ترڅ کې له منځه ځی.
دغه راز ویډیوګانو کې د هغې چورلګې نسکورېدل هم ښیی، چې د اسراییلی ټپی شویو پوځیانو لېږدولو لپاره تللې وه.
د چارو څارونکی وایی، اسراییل اشغالګر په غزه کې له سخت مقامت سره مخ دی او په ګڼو استقامتونو کې له درنې مرګ – ژوبلې لیدو وروسته شاتګ ته اړ شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ