کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۲۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې العربیه رسنۍ راپور ورکړی، چې د اسراییلو د لومړی وزیر په مشرۍ د دغه هېواد د جنګ کابینې پر ایران د متقابل برید لپاره پرېکړې ته نه دی رسیدلی.
د دغه رسنۍ د راپور پر اساس ټاکل شوې چې د ورځې په اوږدو کې به دغه کابینه بله غونډه هم په دې اړه ترسره کړی.
بل لور د ایران پارلمان نن په خپله فوق العاده غونډه کې پر اسراییلو د ایران برید ستایلی او دغه برید یې د نړیوالو نورمونو له مخې د ایران مشروع حق ګڼلی دی.
د ایران پارلمان ویلی، که اسراییل یا یې کوم ملاتړی د تېرې شپې برید ته متقابل ځواب ورکړی، د ایران بل ګوزار به ډېر خطرناک وی.
بل لوری ته واشنګتن هم اعلان کړی چې امریکا به د ایران پر ضد داسراییلو په هر ډول انتقامی ځواب کې ګډون ونه لری.د بی بی سی په قول د امریکا ولسمشر اسراییلو ته خبر ورکړی چې د ایران پر ضد به ددوی په هر ډول ځوابی اقدام کې امریکا ګډون و نکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ