معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اسلام‌آباد کې د تحریک انصاف ګوند د غړیو اعتراضونه لاهم روان دي

اسلام‌آباد کې د تحریک انصاف ګوند د غړیو اعتراضونه لاهم روان دي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په اسلام آباد کې د تحریک انصاف ګوند د غړیو اعتراضونه لاهم روان دي.

د خبر پر بنسټ، د پاکستان حکومت له پوځیانو غوښتي، چې سر له ننه د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې د امنیت د تامین لپاره ځای پرځای شي.

د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویان د شانګهای همکاري د سازمان د غونډې په درشل کې اسلام‌آباد د خپلو اعتراضونو لپاره غوره کړی دی.

د پاکستان د حکومت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پوځیانو د ځای پرځای کېدو هدف د شانګهای همکاري سازمان تر ۱۷مې غونډې مخکې د پلازمېنې امنیت دی.

دغه غونډه د اکټوبر په ۱۵مه په اسلام‌آباد کې پیلیږي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو پلازمېنې ته د عمران خان د زرګونو پلویانو د داخلېدو د مخنیوي لپاره ښار ته غځېدلې لارې تړلي دي، د ټیلیفون زیګنالونه یې بند کړي او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې چاته به اجازه ورنه کړي چې د ګډوډیو د جوړېدو لپاره ښار ته داخل شي.

تحریک انصاف ګوند ادعا کړې چې امنیتي ځواکونه په اسلام‌آباد کې د خېبر پښتونخوا د اعلی وزیر د استوګنې ځای ته ننوتي او وزیر اعلی علي امین ګنډاپور یې نیولی، خو پولیسو دا ادعا رد کړې ده.

بل لور ته د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف پرون په سیالکوټ کې خبریالانو ته د تحریک انصاف د ګوند اعتراضونو ته په اشارې سره ویلي، چې دا پر اسلام‌آباد او پاکستان د دښمن ځواکونو د برید په څېر دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس