کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په اسلام آباد کې د تحریک انصاف ګوند د غړیو اعتراضونه لاهم روان دی.
د خبر پر بنسټ، د پاکستان حکومت له پوځیانو غوښتی، چې سر له ننه د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې د امنیت د تامین لپاره ځای پرځای شی.
د پخوانی لومړی وزیر عمران خان پلویان د شانګهای همکاری د سازمان د غونډې په درشل کې اسلامآباد د خپلو اعتراضونو لپاره غوره کړی دی.
د پاکستان د حکومت په خبرپاڼه کې راغلی، چې د پوځیانو د ځای پرځای کېدو هدف د شانګهای همکاری سازمان تر ۱۷مې غونډې مخکې د پلازمېنې امنیت دی.
دغه غونډه د اکټوبر په ۱۵مه په اسلامآباد کې پیلیږی.
د پاکستان امنیتی ځواکونو پلازمېنې ته د عمران خان د زرګونو پلویانو د داخلېدو د مخنیوی لپاره ښار ته غځېدلې لارې تړلی دی، د ټیلیفون زیګنالونه یې بند کړی او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلی، چې چاته به اجازه ورنه کړی چې د ګډوډیو د جوړېدو لپاره ښار ته داخل شی.
تحریک انصاف ګوند ادعا کړې چې امنیتی ځواکونه په اسلامآباد کې د خېبر پښتونخوا د اعلی وزیر د استوګنې ځای ته ننوتی او وزیر اعلی علی امین ګنډاپور یې نیولی، خو پولیسو دا ادعا رد کړې ده.
بل لور ته د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف پرون په سیالکوټ کې خبریالانو ته د تحریک انصاف د ګوند اعتراضونو ته په اشارې سره ویلی، چې دا پر اسلامآباد او پاکستان د دښمن ځواکونو د برید په څېر دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ