ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۱مه) د افغانستان اسلامی مارت افغانستان ته د پیسو د لېږد لپاره د امریکا لخوا د جوړې شوې مقررې هرکلی کړی.
د بهرنیو چارو زورات ویاند عبدلقهار بلخی وایی د امریکا د مالیې وزارت لخوا بانکونو ته د افغانانو لپاره له بهر څخه خپل هېواد ته د حوالو کولو د اجازې پیغام لېږل یو ښه ګام دی او دوی یې ستاینه کوی.
بلخی پر خپل ټویټر لیکل شوی پیغام کې زیاته کړې: “مونږ د دې پرمختګ ستاینه کوو او هیله لرو چې فغانانو ته د نړیوال بانکی نظام په ټولو برخو کې د لاسرسی حق ورکړل شی”.
د امریکا متحد ایالتونو داسې یوه مقرره جوړه کړې ده چې له مخې یې افغانستان ته د پیسو لېږد او حوالې ته اجازه ورکول کېږی، هغه کسان او موسسې چې د پیسو د استولو په چاره کې ښکېل دی پر طالبانو د امریکا له بندیزونو معاف کېږی.
د دغه اجازې لیک له مخې افغانان کولی شی چې له بهر څخه افغانستان ته د ویسټر یونین، منې ګرام او نورو بانکی لارو څخه پسې ولېږی.
د یادولو وړ ده چې، د پیسو د لېږد نړیوالو شرکتونو ویسټرن یونین او منی ګرام پر هېواد د اسلامی امارت له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې فعالیت بند کړی و، خو په سېپټمبر میاشت کې یې خپل کاروبار بیا پیل کړ.
گهیځ