د اسلامی امارت ویاند هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې د اسلامی امارت لخوا د تېر حکومت یو شمېر غړی په نښه شوی دی.
ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۱۴مه) د اسلامی امارت مرستیال ویاند بلال کریمی وایی، د دوی لخوا د پرځېدلی حکومت ټولو غړو ته هیڅ ډول ګواښ نشته او زیاتوی چې، د تېر حکومت غړی کولی شی د یو افغان په توګه په خپل هېواد کې هوسا ژوند وکړی.
بلال وویل، شونې ده چې د شخصی جنجالونو پر بنسټ او یا هم د امارت له نوم نه په ګټه اخستنې ځینې کسانو ته زیان اړول شوی وی خو ټینګار کوی چې، اسلامی امارت لا هم د دوی لخوا د اعلان شوې عمومی عفوې پر پالیسۍ پایی.
نوموړی وویل، د افغانستان کورنی مسایل د افغانانو حق دی او د دې واک لری چې د خپلو قوانینو او دود له مخې یې هوار کړی.
هغه پر نړیوالو غږ وکړ که له افغان ولس سره خواخوږی لری، پکار ده چې کنګل شوې پانګه یې خلاصه کړی.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوی وو، چې د اسلامی امارت ځواکونو ځینې هغه کسان په نښه کړی چې له تېر حکومت او نظام سره یې دنده تر سره کړې وه.
گهیځ