ګهیځ: نن پنجشنبه (د مرغومی ۲مه) د کورنیو چارو وزارت ویلی د ملګرو ملتونو لخوا د خپلو دفترونو او کارکوونکو د ساتنې لپاره دغه وزارت ته د ۶ میلیونه ډالرو د ورکړې په اړه خپاره شوی راپورونه ناسم دی.
وازرت پر خپل ټویټر لیکلی: ” په رسنیو کې چې داخله وزارت ته د ملګرو ملتونو لخوا د هغو د اړونده ملکیتونو د ساتنې په مقابل کې د شپږملیون ډالرو د وړاندیز او ورکړې خبره کیږی دا حقیقت نه لری”.
وزارت وایی، دوی ته تر دا مهاله په دې اړه د ملګرو ملتونو لخوا په رسمی ډول کوم وړاندیز نه دی شوی.
تر دې مخکې رویټرز ویلی و د ملګرو ملتونو یو پټ سند یې لیدلی چې له مخې به یې په افغانستان کې د خپلو دفترونو او کارکوونکو د ساتنې لپاره د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت ته ۶ میلیونه امریکایی ډالر ورکوی.
رویټرز ویلی و، چې د دغه بنسټ مرستیال ویاند فرحان حق ور سره په خبرو کې د دې خبرې د رد یا تایید په اړه څه نه دی ویلی، خو اسلامی امارت دا خبر ردوی.
گهیځ