اسلام آباد او له پرله پسې بریدونو څخه یې پټې او ښکاره موخې!

پداسې حال کې چې تر لسو ورځو زیاتې وشوې چې د اسلام آباد ادارې پرته له قانع کوونکی دلیل څخه د تورخم دروازه د هر ډول تلو راتلو پر مخ تړلې، رسنیز راپورونه وایی چې د دروازې بندښت او ورسره د دواړو لوریو د پوله ساتو ځواکونو تر منځ د نښتو له امله سوداګرو او باروړونکو موټرو ته اجازه نه ورکول کېږی چې خپلو موخو ته سفر ته ادامه ورکړی.

لویدیځواله رسنۍ راپور ورکوی چې له ۵۰۰۰ ډېرې پر سوداګریزو توکیو بار لارۍ د تورخم دروازې دواړو غاړو ته ولاړې دی سوداګر او د دغه لاریو چلونکی اندېښنه لری چې د سبو او میوو په ګډون به ډېر هغه توکی چې باید پر وخت ځای ته ورسول شی، د دې ځنډ او خنډ له امله زیان ووینی او خپل ارزښت به له لاسه ورکړی.

همدارنګه په ورته وخت کې د خیبر د سوداګرۍ خونې مشر یوسف اپریدی خبریالانو ته څرګنده کړې چې یوازې همدا ځل د تورخم لارې تړل کېدو سوداګرو ته لس میلیونه ډالره زیان اړولی دی او زیاته کړې یې ده چې که لار همداسې تړلې پاتې شی د دغه زیان کچه به لا نوره هم زیاته شی.

دا لومړی ځل هم ندی چې د اسلام آباد واکمن پرته له کوم دلیل نه د دواړو هېوادو تر منځ د تلو راتلو دا لار په یو اړخیز ډول تړی او دا ځل ورسره د پاکستانی ملیشو ډزې او د جګړې اور ته لمن وهل هم ملګری دی.

د رسنیزو راپورونو له مخې د روانې اونۍ په دوشنبې ورځ( د روږان زېږدیز کال د مارچ په درېیمه) کله چې پاکستانی لورې ونشوای کولای د دروازې د تړلو له لارې خپلې موخې ترلاسه کړی یا د افغانستان لوری تر خپل اغېز او فشار لاندې راولی نو ناببره او پرته له دلیل څخه یې په همدې تورخم کې د جګړې اور بل کړ او ناڅاپه یې ډزې پیل کړې خو بیا یې هم له رسوا ماتې او ځانی تلفاتو پرته بل څه ترلاسه نشو کړای.

اسلام آباد د خپلو دا ډول کړنو او پارونکو اقداماتو لپاره تل یوه بهانه لری چې ګواکې د دوی وسله وال مخالفین د افغانستان له پولو او د ډیورند استعماری کرښې په امتداد، د دوی د ملیشو او پوځ پر مرکزونو بریدونه کوی او دوی هم د همدغه مخالفینو د ټکولو لپاره یا پر ګډه پوله د افغانستان پر پوله ساتونکیو ډزې کوی یا نو چې بل څه یې له وس او توان څخه پوره نشی، د تلو راتلو لار بندوی او د دواړو هېواد سوداګرو او بار وړونکیو موټرو ته مالی زیان رسوی.

بل خوا د اسلام آباد چارواکی هڅه کوی هلته د کلونو څخه د مېشتو افغان کډوالو د ځورنې او دې خواته د جبری راستونې له لارې هم پر کابل فشار واچوی او خپلې ناروا غوښتنې پرې ومنی.

د اسلام آباد د پوځی او ملکی چارواکیو دغه استدلال او بې ځایه تورونه پدې دلیل هم چاته د منلو وړ ندی چې یوې خواته د اسلام آباد دغه چارواکیو د تاریخ په اوږدو کې هېڅ کله د افغانستان له هېڅ حکومت سره ښې اړیکې ندی درلودلې او که په کابل کې د چارو واګې له هر چا او هرې ډلې سره وی دوی یې په مخالفت کې ودرېږی.

بل اړخ ته د افغانستان خلک او تاریخ دا نشی هېرولای چې اسلام آباد په درې لسیزې وړاندې پر افغانستان د امریکا او اروپایی هېوادو د ګډ یرغل پر وخت، یرغلګرو ته اوږه ورکړه خو وروسته یې دلته د امریکا او اروپا تر ملکی او پوځی سیوری لاندې له جوړ شوی حکومت سره هم ترسره نکړه او هلته هم د دواړو هېوادو تر منځ تاو تریخوالی همداسې شته و لکه دا نن.

ځکه نو د چارو د شنونکو دا نظریه حقیقت ته نژدې ښکاری چې که په کابل کې هرڅوک واکمن شی او حکومت له هرې ډلې سره وی، اسلام آباد یې تر هغه پورې نشی زغملای چې د دوی ناروا او یو اړخیزه غوښتنې او اوامر ونه منی.

د اسلام آباد دا استدلال چې د ډیورند کرښې دې غاړه د دوی وسله وال مخالفین د دوی پر پوځی مرکزونو او پوستو بریدونه کوی نو ځکه د دوی اړیکې تل له افغانستان سره ترینګلې دی، پدې هم ډېر د منلو وړ ندی چې همدا اوس په بلوچستان کې د اسلام آباد مخالفین هره ورځ وسله وال بریدونه کوی او نژدې ده چې د ټول بلوچستان واک او اختیار په خپل لاس کې ونیسې، پداسې حال کې چې دوی یې هم په مخنیوی کې ناکام دی او هم د لاس پاکولو لپاره چاته ګوته نشی نیولای.

دا او دې ته ورته په سل هاوو نور دلیلونه شته چې پر افغانستان باندې د اسلام آباد پرله پسې تاخت او تاز تر شا نورې موخې لری، او دلته نور شوم پلانونه دی، دا یوازې یوه بهانه ده چې دوی دلته د خپلو پرله پسې بریدونو او تیریو لپاره په خوله نیولې او تل یې زمزمه کوی. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.