د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان پدې دنده تر ګومارل کېدو وروسته د دوهم ځل لپاره د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ ناڅاپه کابل ته راغی او دلته یې د افغان لورې له چارواکو او وزیرانو سره وکتل او د دوه اړخیزه لیوالتیا پر موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.
د پاکستان خاص استازی د دوهم ځل لپاره کابل ته داسې وخت په سفر راغلی چې د ده تر سفر یوازې یوه ورځ وړاندې کابل ته یو امریکایي پلاوی چې په ترکیب کې یې د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم موجود ؤ، سفر ترسره کړ او دلته یې په لومړي ځل د افغانستان د اوسني حکومت له یو شمېر چارواکو سره ولیدل.
دا هم د یادونې وړ ده چې پر دې دنده تر ټاکل کېدو وروسته، کابل ته د صادق خان لومړی ځل سفر هغه مهال ترسره شو چې د تېر لمریز کال د مرغومي په ۴مه د پاکستان جنګي الوتکو د پکتیا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د وزیرستاني مهاجرینو کمپونو هوایي برید وکړ او دغه مهاجرو او ځایي اوسېدونکو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.
دا هم باید هېر نکړو چې محمد صادق خان د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان له خوا د ۲۰۲۰زېږدیز کال د جون په میاشت کې د افغانستان لپاره د هغه هېواد د ځانګړي استازي په توګه پر دنده ګومارل شوی ؤ، خو د ۲۰۲۳زېږدیز کال د مارچ په میاشت کې یې له خپلې دندې استعفا ورکړه چې بیا د ۲۰۲۳زېږدیز کال د مې په میاشت کې يې پر ځای محمد اصف درانی ټاکل شوی ؤ خو نوموړی د۲۰۲۴ زېږدیز کال د ډېسمبر په څلورمه نېټه د دويم ځل لپاره پدې دنده وګومارل شو چې تر هغې نېټې را وروسته یې دا کابل ته دویم رسمي سفر دی.
کابل ته د محمد صادق خان داځل سفر لدې اړخه هم مهم ګڼل کېږي چې دا ځل د اسلام آباد واکمن د خپل هېواد په لر او بر کې له سیاسي او وسله والو شدیدو مخالفتونو سره لاس او ګرېوان دي او آن دا مخالفتونه نور دومره پیاوړي او غښتلي شوي چې نژدې ده د پوځ تر اشراف لاندې د هغه هېواد د ملکي حکومت تش په نامه واکمنۍ لمنه ورټوله کړي.
دا چې محمد صادق خان او ورسره پلاوي یې کابل ته د خپل داځل سفر په ترڅ کې له چا سره وکتل او پر کومو مسایلو یې بحث وکړ تفصیل یې په ورځني ډول د رسنیو له لارې خپور شوی، خو دا چې پدې ناستو او کتنو کې ترسره شوې ژمنې به د اسلام آباد له اړخه څومره او تر کومه بریده عملي بڼه خپله کړي، هغه موضوع ده چې د تل په څېر ورته د شک په سترګه کتل کېږي.
د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي تېر ځل کابل ته پداسې حال کې سفر وکړ چې پر سبا یې پاکستاني الوتکو د پکتیا ولایت اړوند یو شمېر سیمې بمبارد کړې او په ځواب کې یې افغان ځواکونو هم د ډیورند کرښې په اوږدو کې د داعشي وسله والو او د افغان دولت د نورو مخالفو وسله والو مرکزونه تر برید لاندې ونیول.
اوس هم چې ښاغلی محمد صادق خان بیا کابل ته راغلی نو د ډیورند کرښې ها غاړه وضعیت خورا ترینګلی دی او د بلوچستان په ایالت کې خو نژدې ده چې پوځ بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي او د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو او ډیورند کرښې ته نژدې حالات هم بې حد او اندازې ترینګلي دي.
دا هم باید هېر نکړو چې په همدې تړاو د پاکستان دولتي رسنۍ او د دغه هېواد په استخباراتو پورې تړلي ژورنالیستان د دغه هېواد په رسمي او خواله رسنیو کې په پرله پسې ډول په افغانستان پسې منفي تبلیغات کوي او آن په ملګرو ملتو سازمان کې د اسلام آباد استازی، دلته د شته امریکایي وسلو په بهانه د پخوا پر عکس د نورو له خوا وهل کیدونکي ډول ته نڅېږي او غواړي د افغانستان خلاف منفي ذهنیت پیاوړی کړي.
په همدې وخت کې کابل ته په سفر راغلی ښاغلی محمد صادق خان بیا له افغانستان له چارواکو او د کابینې له غړیو سره په لیدنه کتنه کې پر ګډې همکارۍ او سوداګریز مشارکت غږیږي او ټینګار یې دا دی چې افغانستان او پاکستان باید د دوه ورونو او ګاونډیو هېوادو په څېر اړیکې سره وپالي او د ګډې همکارۍ پر پیاوړي کولو کار وکړي.
اوس که یوې خوا ته د اسلام آباد دې ډول دوه مخې او دوه رنګه سیاستونو ته وګورو او د جګړه ځپلي افغانستان په تړاو د دې هېواد تل تر تله منفي سیاستونه او پالیسۍ و ارزوو او بل خوا هم کابل ته د د دغه هېواد د ډیپلوماتیکو او سوداګریزو پلاویو سفرونو ته ځېر شو نو هغه د پښتو ژبې ډېره مشهوره فلکلوریکه کیسه او ټوکه د سړي ذهن ته را ګرځي چې وایي: ” خان جي هم دا کوي هم دا !!!” والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/